لاهور 11 جنوري (اے پي پي) داخله وزير رانا ثنا الله او د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي پنجاب كښې د لوټ مار بازار ګرم دے٬ عدالت عاليه دې زر پرېكړه وكړي٬ چوه??ري پروېز الهي 186 ووټونه نه لري، دا اقليتي حكومت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د شورو په ورځ د لاهور هائي كورټ نه بهر مشتركه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ رانا ثنا الله ووئيل پ?? پنجاب اسمبلۍ كښې 175 كسان جمع كولو سره به د 186 ډرامه كول يوه بله ټګي وي، مونس الهي پ??سه بهر هېواد ته وړې ده ٬ دوي هر ورځ د اربونو كرپشن كوي، د پروېز الهي فرنټ مېن عنايت لك كروړونه روپۍ ګټي او مخكښې ئې هم رسوي۔ ده ووئيل پ??جاب كحې اقليتي حكومت دے ٬ دوي 186 غړي نه لري٬ د دوي شپږ اوه كسان بهر هېواد كښې ناست دي٬ د دغه كسانو د بهر هېوادونو د تللو رېكارډ مونږ ته معلوم دے۔ رانا ثناء الله لاهور هائي كورټ ته خواست وكړو چې زر پرېكړه واروې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل عمران خان د القادر پوهنتون په نامه پنځه اربه روپۍ كرپشن كړے او په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې ئې د كرپشن بازار ګرم ساتلے ۔ رانا ثنا الله ووئيل وفاقي حكومت د معاشي مسئلو حل لپاره هڅې كوي او تحريك انصاف د هېواد په معاشي مسئلو سياست كوي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال عطا الله تارړ ووئيل فواد چوه??ري دې واوري مخ به كوم ځائ پټ??ې٬ دوي دروغ وائي٬ د 186 غړو اكثريت نه لري