اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي ??اك??تان هنګري سره شريكه مرسته زياتولو له خوښي لري او هنګري سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د هنګري دورې په موقع خپل هم څنګ سره خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د زړې د ورورولۍ اړيكې قائم دي ٬د دورې په مهال په هنګري كښې د اعلٰی تعليم لپاره د ??اك??تان زده كوونكو په وظائف هم خبرې اترې وشوې۔بلاول بهټو زرداري ووئيل د هنګري دورې څخه د ??اك??تان او هنګري ترمينځه د اړيكو يو نوې دور پېل شوے۔خارجه وزير د دورې په بلنه د هنګري خپل هم څنګ مننه كولو سره ووئيل هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو لپاره د سهولتي كردار ادا كړے۔بلاول بهټو زرداري ووئيل ??اك??تان او هنګري نن د مفاهمت په دريو يادښتونو لاس ليك كړے چې پكښې په لوبو كښې په مرسته٬د سفارتي اكېډمو ترمينځه مرسته جوړول دي٬د ??اك??تان او هنګري فارن سروس اكېډمۍ يو بل سفارتكارو ته تربيه وركوي او درېم د مفاهمتي يادښتونو تعلق د هنګري پوهنتونونو كښې د ??اك??تانو زده كوونكو لپاره ترلاسه سكالرشپس زياتول دي۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د هنګري سفيرانو كلن كنفرنس ته هم خطاب وكړو۔د سفيرانو كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل د نړيوالو مسئلو حل لباره خبرې اترې او د مرستې زياتولو يواځنۍ لار ده۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له يو موټې كېدل پكار دي۔خارجه وزير ووئيل مونږ له د سفارتكارۍ او امن لار پريښودل نه دي پكار۔د دې څخه وړاندې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هنګري ته په رسېدو د ??اك??تان سفير آصف حسېن ميمن او د هنګري اعلٰی چارواكو تود هركلے وكړو۔بلاول بهټو زرداري د دورې په مهال د هنګري خپل هم څنګ سره هم ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج ئې اغستے ۔دغسې د دې څخه وړاندې خارجه وزيرانو د ??اك??تان او هنګري ترمينحه د مرستې په يادښتونو لاس ليك وكړو۔ياد دې وي چې د كوم هم ??اك??تاني خارجه وزير لخوا د هنګري دا وړومبۍ سركاري دوره وه۔