اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) په پاكستان كښې د امريكې سف??ر ډونلډ بلوم وئيلي دي د بشري قاچاق مسئله د سوؤنو كالو پخوانۍ ده ٬ د دې مخنيوي له به هر يو له خپل كردار ترسره كول او مرستې لپاره عصري تګلارې كارول وي او دا ځكه چې قاچاق لپاره نوې لارې چارې كارولې شي۔ د ګل په ورځ سسټېن اېبل سوشل ډویلپمنټ آرګنائزیشن (اېس اېس ډی او) د امريكائي سفارت او د پاکست??ن یو اېس ایلومنی نېټ ورک (پی یو اے اېن) په مرسته د بشري قاچاق مخنيوي٬ قانوني تګلارې او د ځپليو وګړو بحالۍ په اړه په اسلام آباد كښې دوه ورځنے نړيوال كنفرنس وكړو۔ د كنفرنس بنيادي مقصد په دې لړ كښې د ادارو د كار استعداد او د قانوني فرېم ورك نفاد لپاره د بېلو همكارانو ترمينځه مفاهمت ته وده وركول وو۔ د كنفرنس اولنۍ ورځې پېل د دغه ادارو د افسرانو د تقريرونو څخه وشو۔ په دستوره كښې ?? وفاقي او صوبائي حكومت بېلو څانګو مشرانو چارواكو ٬ پارليماني غړو ٬ د پويس او اېف آئي اے استازو ٬سفير او د نړيوالې اېن جي اوز او مي??يا استازي شامل وو۔ امريكائي سف??ر ووئيل بشري قاچاق سوؤنه كاله پخوالۍ مسئله ده د دې مخنيوي له به هر يو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د سندھ صوبائي اسم??لۍ دوهمې سپيكرې شهلا رضا ووئيل بشري سوداګر يو آفت دے د كوم د لاسه چې په خاص توګه مېرمنې او كوچنيان ځپلې شي۔ دې ووئيل ځپليو لپاره په قانوني مرسته او بحالۍ كار روان دے۔ په كنفرنس كښې موجود د بېلو همكارانو وركنګ ګروپس هم د دې كنفرنس برخه ؤو ۔ دغسې چې پارليماني غړو ٬ پالېسي جوړونكو ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو او عدليې لپاره په ګډه سفارشات جوړ كړے شي