??سل??م آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د ايوان پنجاب كښې الېكشن لپاره د 21 اربه روپو ضمني ګرانټ مسترد كوي٬ د دې هرګز دا مطلب نه دے چې دا ايوان په حكومت د عدم اعتماد څرګندونه ده، قامي اسمبلۍ ته په دې لړ كښې د هر قسم پرېكړې كولو بشپړه اختيار ترلاسه دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د څرګندونې په مهال وفاقي وزير وو??يل مونږ ټول د دې خبر نه اګاه يو چې پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د يو كس د انا په خاطر تحليل كړې شوې نو دا خبره رامخې ته شوې چې د آئين د آرټيكل 218 له مخې ??ې سپېځلې ټانكې وكړې شي، د لاهور او ??سل??م آباد په هائي کورټس كښې پټيشنز داخل شوي،دا عمل جاري ٶچې دوه ګرانو جج صاحبانو چيف جسټس ته وو??يل په دې معامله دې از خودنوټس واخستې شي٬ په دې لړ كښې 9 كسيزه بنچ جوړ كړې شو او دي په رضاكارانه توګه د بېنچ نه علېحدګي اختيار كړه، په اوو كښې څلورو ججانو پرېكړه وكړه چې دا دې خارج كړې شي٬ په دې معامله په ايوان كښې بحث وشو او يو قرارداد منظٶر شوي چې دا يوه سياسي مسئله ده په قرارداد كښې ووېيل شوه چې دا يوان د څلور واړو ججانو پرېكړه تسليموي۔ ده وو??يل د دې نه پس يوه پرېكړه جاري شوه چې وفاقي حكومت دې الېكشن لپاره 21 كروړه روپۍ جاري كړې٬ دې ايوان قرارداد منظٶر كړې ٶ٬ په دې تناظر كښې وفاق د فېډرل کن??ال??ډيټډ فنډز څخه د رقم جاري كولو معامله د دې ايوان صوابديد وګرځولو۔ ده وو??يل په دې لړ كښې دې يو بل جوړ كړې شو او د سېنېټ او د قامي اسمبلۍ د خزانې قائمه كمېټو ته دې وړاندې كړو چرته چې دا مسترد كړې شوې٬ ھغه بل ايوان ته وړاندې كړې شوې كوم چې مسترد كړې شوې٬ سپريم کورټ ته د يو رپورټ شكل دا وړاندې كړې شو نو په ??ې سپريم كورټ سټېټ بېنك او د خزانې وزارت ته امر وكړو چې دا رقم دې جاري كړې شي او وروسته دې قامي اسمبلۍ څخه منظوري واخستې شي۔ ده وو??يل د آئين له مخې د لازمي خرڅونو نه علاوه د فيډرل کن??ال??ډيټډ فنډز څخه د رقم منظوري وركولو د ايوان صوابديد دے٬ د وفاقي کابينې د منظورۍ نه پس يو ځ?? بيا د آئين آرټيکل 82 (2) له مخې د يو ضمني ګرانټ په شكل كښې اسمبلۍ ته وړاندې كړې شو۔ ده وو??يل د مالي كال د ختمېدو نه وړاندې او د بجټ كال د ختمېدو نه وړاندې په يو يو ګرانټ ووټنګ كېږي، ده ووېيل دې ايوان د ضمني ګرانټ تحريك 64۔اے مسترد كړې۔ ده ووېيل د سپريم كورټ د 19م اپرېل حكمنامه نن يو ځ?? بيا وفاقي كابينې ته وراندې كړې شوې ده چې پكښې وئيلي شوې دي چې كه ايوان دا ضمني ګرانټ مسترد كړو نو د دې مطلب دا دے چې د ايوان لخوا په حكومت د عدم اعتماد څرګندونه ده۔ ده ووېيل د خزانې وزارت د عدالت په حكم دا ډيمانډ بيا راوړې دې۔ ده وو??يل د 22 كروړه اولس د وركړې شوې مېنډېټ له مخې دا ايوان پرېكړې كوي٬ نن مونږ دا په هېڅ صورت كښې هم نه رامخئ ته كوٶ٬ دا معزز ايوان دا اختيار لري چې خپلې وړاندې شوې پرېكړې تر نظر لان??ې ساتي يا نا، دا د دې ايوان ښكار اختيار دے۔ ده وو??يل دا ايوان زما يا د وفاقي كابينې د منشا تابع نه دے