اسلام آباد۔27اپرېل(اے پی پی)و??ير??عظم شهباز شر??ف او د چين و??ير??عظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق كړے دے دغسې چې سيمه ايز امن ٬ سوكالۍ او ثبات كښې خپل كردار ترسره كولو سره سره خپل خپل اولس ته د ګټې رسولو ګډ مقصد ترلاسه كړې شي۔ د زيارت په ورځ د و??ير??عظم د دفتر ميډيا څانګې لخ??ا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د و??ير??عظم شهباز شر??ف او د چين و??ير??عظم لي كيانګ ترمېنځه ټيلي فون خبرې وشوې په كومو كښې چې پاك چين سټرېټجك كوآپرېټو پارټنرشپ په ډاګه كړې شو۔ شهباز شر??ف د چين و??ير??عظم ته دې منصب لپاره په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ و??ير??عظم د “ون چائنا” پاليسۍ، تائيوان، تبت، سينکيانګ، هانګ کانګ او جنوبي چين سمندر په شمول د چين په مهمو مسئلو د پاکستان لخوا قوي ملاتړ تکرار کړو۔ هغه د جمو او کشمیر شخړې او د پاكستان د بنيادي مسئلو په ملاتړ كولو د چين مننه وكړه۔ د چين و??ير??عظم چين لپاره د پاكستان د ملاتړ ستاينه كولو سره د پاكستان قومي پرمختګ ٬ خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د چين لخوا پرله پسې ملاتړ تكرار كړو۔ په دې موقعه دواړو لارښو??و د سي پېك په شمول په مهو څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ جاج واخست۔ دوئي په ټولو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو موافقت وكړو دغسې چې سيمه ايز امن ٬ سوكالۍ او ثبات كښې خپل كردار ترسره كولو سره سره خپل خپل اولس ته د ګټې رسولو ګډ مقصد ترلاسه كړې شي۔